دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 275918
د کابل روغتونونو ته د زړه د ناروغۍ ۲۲ ماشومان د درملنې لپاره ور وپېژندل شوي
د افغان سرې مياشتې ټولنې مسوولين وايي، چې د زړه په ناروغۍ اخته ۲۲ نور ماشومان د درملنې په موخه د کابل دوو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر وايي چې نن (پنجشنبه، سنبله ۹) د کابل دوو روغتونونو ته ۲۲ ماشومان د زړه په ناروغۍ اخته شوي دي.
 
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مسوولینو په وینا، په تېرو ۱۳ میاشتو کې دغې ادارې څه باندې ۱۷۰۰ ماشومان د زړه په ناروغۍ اخته د درملنې په موخه بېلابېلو روغتونونو ته لېږدولي دي.
 
له بلې خوا يو شمېر هغه ناروغان چې د افغاني سرې مياشتې له خوا يې درملنه کېږي وايي چې د خپلو ماشومانو د درملنې توان نه لري.
 
د افغاني سرې مياشتې ټولنې د شمېرو پر بنسټ، په تېرو ديارلسو کلونو کې د دې ټولنې له خوا په هېواد کې دننه او بهر د نږدې ديارلس زره ماشومانو درملنه شوې او د يوه ماشوم د درملنې لګښت له اويا زرو څخه تر دوه سوه زرو افغانيو پورې رسېږي.
 
https://avapress.com/vdchzmni623nqwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته