کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بامیان کې سل کورنیو ته د لمریزې انرژۍ له لارې برښنا برابره شوه

19 سنبله 1402 ساعت 12:47

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، په بامیان ولایت کې یې د لمریزې برښنا په مرسته سل کورنیو ته برېښنا برابره کړې ده.


آوا - بامیان: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، په بامیان ولایت کې د لمریزې انرژۍ په مرسته ۱۰۰ کورنیو ته برېښنا ورکړل شوې ده.
 
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په دغو کورنیو کې چې ویل کېږي هېواد ته راستانه شوي او داخلي بې ځایه شوي دي، د لمریزې انرژۍ د تولید یوه وسیله وېشلې ده.
 
د باميانو د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رييس مولوي فضل عمر اخندزاده باختر آژانس ته وويل چې د لمريزې انرژۍ د توليد د دغو وسايلو په کارولو سره څه دپاسه سل کورنيو ته بريښنا برابره شوې ده.
 


د مطلب کود: 276397

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276397/په-بامیان-کې-سل-کورنیو-ته-د-لمریزې-انرژۍ-له-لارې-برښنا-برابره-شوه

آوا
  https://www.avapress.com