دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۷
د مطلب کود : 276397
په بامیان کې سل کورنیو ته د لمریزې انرژۍ له لارې برښنا برابره شوه
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، په بامیان ولایت کې یې د لمریزې برښنا په مرسته سل کورنیو ته برېښنا برابره کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، په بامیان ولایت کې د لمریزې انرژۍ په مرسته ۱۰۰ کورنیو ته برېښنا ورکړل شوې ده.
 
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په دغو کورنیو کې چې ویل کېږي هېواد ته راستانه شوي او داخلي بې ځایه شوي دي، د لمریزې انرژۍ د تولید یوه وسیله وېشلې ده.
 
د باميانو د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رييس مولوي فضل عمر اخندزاده باختر آژانس ته وويل چې د لمريزې انرژۍ د توليد د دغو وسايلو په کارولو سره څه دپاسه سل کورنيو ته بريښنا برابره شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcjhme8auqeatz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته