کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تركيه كې د ناقانونه كډوالو نيول دوام لري

22 سنبله 1402 ساعت 10:30

د ترکیې امنیتي ځواکونو د کډوالو د نیولو د تګلارې په تعقیب په ادرین ولایت کې د افغان اتباعو په ګډون ۱۲۲ تنه ناقانونه کډوال نیولي دي.


آوا: د ترکیې امنیتي ځواکونو خبر ورکړی چې د افغان اتباعو په ګډون یې ۱۲۲ تنه غیر قانوني پناه غوښتونکي په داسې حال کې نیولي چې غوښتل یې په غیر قانوني توګه سفر وکړي.
 
د اناتولیا خبري آژانس اعلان کړی چې دغه پناه غوښتونکي د ترکیې له پولو څخه په ادرین ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې پیژندل شوي او نیول شوي دي.
 
د دغه رپوټ له مخې دغه کسان د افغانستان، سوريې، عراق او پاکستان اتباع دي او له قانوني چلند وروسته د ادرين ولايت د مهاجرينو رياست ته واستول شول.
 
خو د نیول شویو افغان اتباعو کره شمېر نه دی په ډاګه شوی.
 
د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې بې کاري، فقر او امنیتي ستونزې د دغو مهاجرتونو اصلي لاملونه بلل کېږي.
 


د مطلب کود: 276564

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276564/په-تركيه-كې-د-ناقانونه-كډوالو-نيول-دوام-لري

آوا
  https://www.avapress.com