دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 276564
په تركيه كې د ناقانونه كډوالو نيول دوام لري
د ترکیې امنیتي ځواکونو د کډوالو د نیولو د تګلارې په تعقیب په ادرین ولایت کې د افغان اتباعو په ګډون ۱۲۲ تنه ناقانونه کډوال نیولي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د ترکیې امنیتي ځواکونو خبر ورکړی چې د افغان اتباعو په ګډون یې ۱۲۲ تنه غیر قانوني پناه غوښتونکي په داسې حال کې نیولي چې غوښتل یې په غیر قانوني توګه سفر وکړي.
 
د اناتولیا خبري آژانس اعلان کړی چې دغه پناه غوښتونکي د ترکیې له پولو څخه په ادرین ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې پیژندل شوي او نیول شوي دي.
 
د دغه رپوټ له مخې دغه کسان د افغانستان، سوريې، عراق او پاکستان اتباع دي او له قانوني چلند وروسته د ادرين ولايت د مهاجرينو رياست ته واستول شول.
 
خو د نیول شویو افغان اتباعو کره شمېر نه دی په ډاګه شوی.
 
د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې بې کاري، فقر او امنیتي ستونزې د دغو مهاجرتونو اصلي لاملونه بلل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcfvvd0jw6deta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته