کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بامیان کې یوه هلک خپل پلار په چړو وواژه

26 سنبله 1402 ساعت 9:16

د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د «کیڼ دره» په سیمه کې یوه سړي خپل زوی په چړو وهلی دی. 


آوا - بامیان: د سرچینو په حواله دغه سړی محمد نومیږي او د بامیان ولایت د مرکز چپرهار فولادي کلي اوسیدونکی و. نوموړی تېره شپه (جمعه، سنبلي ۲۴) د خپل زوی له خوا په خېټه کې د چړې په وهلو وژل شوی دی.
 
د والي وياند عبدالصبور فرزان سيغاني له رسنيو سره په خبرو کې دغه وژنه تاييد کړه او دا يې کورنۍ تاوتريخوالى وباله.
 
ويل کيږي چې دغه قرباني د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى دى.


د مطلب کود: 276706

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/276706/په-بامیان-کې-یوه-هلک-خپل-پلار-چړو-وواژه

آوا
  https://www.avapress.com