دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 276706
په بامیان کې یوه هلک خپل پلار په چړو وواژه
د بامیان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د «کیڼ دره» په سیمه کې یوه سړي خپل زوی په چړو وهلی دی. 
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د سرچینو په حواله دغه سړی محمد نومیږي او د بامیان ولایت د مرکز چپرهار فولادي کلي اوسیدونکی و. نوموړی تېره شپه (جمعه، سنبلي ۲۴) د خپل زوی له خوا په خېټه کې د چړې په وهلو وژل شوی دی.
 
د والي وياند عبدالصبور فرزان سيغاني له رسنيو سره په خبرو کې دغه وژنه تاييد کړه او دا يې کورنۍ تاوتريخوالى وباله.
 
ويل کيږي چې دغه قرباني د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى دى.
https://avapress.com/vdcdz90x9yt0556.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته