د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د چینايي چارواکو په رسمي بلنه دغه هېواد ته ولاړ.
چین ته د افغانستان د ځانګړي اقتصادي پلاوي سفر
28 سنبله 1402 ساعت 10:26
د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د چینايي چارواکو په رسمي بلنه دغه هېواد ته ولاړ.
آوا - کابل: د رئیس الوزرا د دفتر اقتصادي مرستیال په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې د رئیس الوزرا د دفتر د اقتصادي مرستیال په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی په رسمي سفر د چینایي چارواکو په بلنه هغه هېواد ته تللی.
دغه پلاوی چې د اقتصاد، صنایعو او سوداګرۍ او مالیې وزارتونو له استازو څخه جوړ دی، په چین کې په بېلابېلو سمپوزیمونو او کنفرانسونو کې ګډون کوي.
د مطلب کود: 276851