دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 276851
چین ته د افغانستان د ځانګړي اقتصادي پلاوي سفر
د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د چینايي چارواکو په رسمي بلنه دغه هېواد ته ولاړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا د دفتر اقتصادي مرستیال په خپله ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې د رئیس الوزرا د دفتر د اقتصادي مرستیال په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی په رسمي سفر د چینایي چارواکو په بلنه هغه هېواد ته تللی.
 
دغه پلاوی چې د اقتصاد، صنایعو او سوداګرۍ او مالیې وزارتونو له استازو څخه جوړ دی، په چین کې په بېلابېلو سمپوزیمونو او کنفرانسونو کې ګډون کوي.
 
https://avapress.com/vdcenp8wzjh8fvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته