کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت رهبري پلاوي د کندهار له یوه روغتون څخه لیدنه وکړه

30 سنبله 1402 ساعت 14:13

ذبیح الله مجاهد وايي چې د اسلامي امارت مشر ملا هیبت الله اخندزاده د کندهار ولایت د عینو مېنې له ۳۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن (پنجشنبه د سنبلې ۳۰مه) په خپل ایکس اکاونټ کې لیکلي چې د اسلامي امارت مشر هبت الله اخندزاده د کندهار ولایت د عینو ميني ۳۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه.
 
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت رهبري پلاوي د دغه روغتون د ډاکټرانو ستاینه وکړه او هغوی یې لا زیات خدمت ته وهڅول او د دغه روغتون له طبي پرسونل او ناروغانو سره یې نغدي مرسته وکړه.
 
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت مشر اروزګان ولایت ته سفر کړی و.


د مطلب کود: 277000

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277000/د-اسلامي-امارت-رهبري-پلاوي-کندهار-له-یوه-روغتون-څخه-لیدنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com