دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 277000
د اسلامي امارت رهبري پلاوي د کندهار له یوه روغتون څخه لیدنه وکړه
ذبیح الله مجاهد وايي چې د اسلامي امارت مشر ملا هیبت الله اخندزاده د کندهار ولایت د عینو مېنې له ۳۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن (پنجشنبه د سنبلې ۳۰مه) په خپل ایکس اکاونټ کې لیکلي چې د اسلامي امارت مشر هبت الله اخندزاده د کندهار ولایت د عینو ميني ۳۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه.
 
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت رهبري پلاوي د دغه روغتون د ډاکټرانو ستاینه وکړه او هغوی یې لا زیات خدمت ته وهڅول او د دغه روغتون له طبي پرسونل او ناروغانو سره یې نغدي مرسته وکړه.
 
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت مشر اروزګان ولایت ته سفر کړی و.
https://avapress.com/vdcbgzb5grhbzgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته