کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار کې د سلګونو پرمختیايي پروژو کار روان دی

7 میزان 1402 ساعت 11:41

په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت د کلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست مسؤلین وايي چې په دغه ولایت کې د دوه سوه پنځوس کوچنیو او لویو پرمختیايي پروژو کار روان دی.


آوا – کابل: په کندهار کې سلګونه پرمختیايي پروژې پلې کېږي.
 
بل خوا په کندهار کې پنځوس پرمختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
 
د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوول انجنیر محمد نسیم ایوبي وايي، چې د دوه سوه پروژو د تطبیق کار دوام لري.
 
په دې پروژو کې د سړکونو، کانالونو او سړکونو جوړول او بیارغونه شامله ده چې په پلي کېدو سره به یې د زرګونو مسافرو او سوداګریزو کاروانونو په تګ راتګ کې اسانتیاوې رامنځته شي او د زرګونه جریبه کرنیزو ځمکو د خړوبولو زمینه به هم برابره شي.


د مطلب کود: 277387

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277387/په-کندهار-کې-د-سلګونو-پرمختیايي-پروژو-کار-روان-دی

آوا
  https://www.avapress.com