دخپریدو نیټه :جمعه ۷ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۱
د مطلب کود : 277387
په کندهار کې د سلګونو پرمختیايي پروژو کار روان دی
په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت د کلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست مسؤلین وايي چې په دغه ولایت کې د دوه سوه پنځوس کوچنیو او لویو پرمختیايي پروژو کار روان دی.
افغان غږ خبری آژانس – کابل: په کندهار کې سلګونه پرمختیايي پروژې پلې کېږي.
 
بل خوا په کندهار کې پنځوس پرمختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
 
د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوول انجنیر محمد نسیم ایوبي وايي، چې د دوه سوه پروژو د تطبیق کار دوام لري.
 
په دې پروژو کې د سړکونو، کانالونو او سړکونو جوړول او بیارغونه شامله ده چې په پلي کېدو سره به یې د زرګونو مسافرو او سوداګریزو کاروانونو په تګ راتګ کې اسانتیاوې رامنځته شي او د زرګونه جریبه کرنیزو ځمکو د خړوبولو زمینه به هم برابره شي.
https://avapress.com/vdcjoae8auqeatz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته