کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د امنيتي ځواکونو له خوا اتلس تنه قاچاق وړونکي ونيول شول

12 میزان 1402 ساعت 13:23

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي، په ننګرهار کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د سرحدي لوا د منسوبینو له لوري د یو لړ کشفي راپورونو په ترڅ کې ۲۸ تنه قاچاق وړونکي له یوه اندازه نشه يي توکو سره نیول شوي دي.


آوا - کابل: د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خورازمی په خپله اکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د سرحدي لوا د منسوبینو له لوري ۲۸ تنه قاچاق وړونکي له یو شمېر نشه يي توکو سره نیول شوي دي.
 
د خورازمی په وينا، دغه ٢٨ تنه قاچاق وړونکي له يوې اندازې چرس او اپينو سره د ننګرهار ولايت د دوربابا ولسوالۍ له مربوطاتو څخه هغه وخت د سرحدي لوا د منسوبينو له خوا ونيول شول چې غوښتل يې دغه نشه يي توکي د ډیورنډ فرضي کرښې له بلې غاړې ته وليږدوي چې د پوليسو له لوري تر لاس لاندې ونيول شول.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم امنيتي ځواکونو په ننګرهار ولايت کې د غلو يوه ډله نيولې وه.
 


د مطلب کود: 277695

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/277695/په-ننګرهار-کې-د-امنيتي-ځواکونو-له-خوا-اتلس-تنه-قاچاق-وړونکي-ونيول-شول

آوا
  https://www.avapress.com