دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۳
د مطلب کود : 277695
په ننګرهار کې د امنيتي ځواکونو له خوا اتلس تنه قاچاق وړونکي ونيول شول
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي، په ننګرهار کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د سرحدي لوا د منسوبینو له لوري د یو لړ کشفي راپورونو په ترڅ کې ۲۸ تنه قاچاق وړونکي له یوه اندازه نشه يي توکو سره نیول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خورازمی په خپله اکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي، چې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د سرحدي لوا د منسوبینو له لوري ۲۸ تنه قاچاق وړونکي له یو شمېر نشه يي توکو سره نیول شوي دي.
 
د خورازمی په وينا، دغه ٢٨ تنه قاچاق وړونکي له يوې اندازې چرس او اپينو سره د ننګرهار ولايت د دوربابا ولسوالۍ له مربوطاتو څخه هغه وخت د سرحدي لوا د منسوبينو له خوا ونيول شول چې غوښتل يې دغه نشه يي توکي د ډیورنډ فرضي کرښې له بلې غاړې ته وليږدوي چې د پوليسو له لوري تر لاس لاندې ونيول شول.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم امنيتي ځواکونو په ننګرهار ولايت کې د غلو يوه ډله نيولې وه.
 
https://avapress.com/vdcb9zb5srhbz0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته