کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو چارو وزارت: له پاکستان څخه ۸۲۰ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي

22 میزان 1402 ساعت 14:48

د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت تیره اونۍ له پاکستان څخه هیواد ته د ۸۲۰ افغان کډوالو کورنیو په داوطلبانه او جبري توګه د راستنیدو اعلان وکړ.


آوا - کابل: د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو کورنیو کې ۴۹۷۵ کسان او ۳۹۱ تنه د پاکستان په زندانونو کې بندیان دی.
 
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې پر يو شمېر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه او د ناروغانو درملنه وشوه.
 
پاکستان د ناقانونه افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې له هېواده د وتلو ضرب الاجل ټاکلی دی.
 
د پاکستان دې پرېکړې غبرګونونه راپارولي دي.
 
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې له پاکستان او ايران څخه هېواد ته د افغان کډوالو راستنېدل ډېر شوي دي.
 


د مطلب کود: 278332

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278332/د-کډوالو-چارو-وزارت-له-پاکستان-څخه-۸۲۰-افغان-کډوالې-کورنۍ-هېواد-ته-راستنې-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com