دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 278332
د کډوالو چارو وزارت: له پاکستان څخه ۸۲۰ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي
د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت تیره اونۍ له پاکستان څخه هیواد ته د ۸۲۰ افغان کډوالو کورنیو په داوطلبانه او جبري توګه د راستنیدو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو کورنیو کې ۴۹۷۵ کسان او ۳۹۱ تنه د پاکستان په زندانونو کې بندیان دی.
 
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې پر يو شمېر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه او د ناروغانو درملنه وشوه.
 
پاکستان د ناقانونه افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې له هېواده د وتلو ضرب الاجل ټاکلی دی.
 
د پاکستان دې پرېکړې غبرګونونه راپارولي دي.
 
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې له پاکستان او ايران څخه هېواد ته د افغان کډوالو راستنېدل ډېر شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcaeanuu49n0e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته