دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۶
د مطلب کود : 276097
د کډوالو چارو وزارت او درېیو بشري بنسټونو ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک شول
د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغه وزارت او دریو بشردوستانه بنسټونو ترمنځ د څه باندې ۳۵۸۵۵۸ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکاریو تړونونه لاسلیک شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دغه خبر خپور کړی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د مثبت بدلون لپاره د ځوانانو له انسټیټیوټ سره د لاسلیک شوي تفاهم لیک پر بنسټ، یادې ادارې لګښت کړی دی. د عامه خدمتونو سکټور ته د لاسرسي په برخه کې د ظرفیت لوړونې د روزنیزو پروګرامونو د تنظیمولو په موخه د ۹۲۶۵۰ ډالرو په لګښت به په کنړ او ننګرهار ولایتونو کې ۴۳۰ تنو ته ګټه ورسوي.
 
د ځواکمنتیا او بدلون لپاره د ژمنتیا انسټیټیوټ په دغه ولایت کې ۱۹۲۲ کسانو ته د حرفوي زده کړو، کوچنیو کاروبارونو، د اقتصادي فرصتونو په اړه د پوهاوي لوړولو، د سیمه ییزو شوراګانو د جوړولو او د داخلي بې ځایه شویو د ستونزو په اړه د بحث ګروپونو د جوړولو په برخه کې ۱۹۸ زره او ۹۰۸ ډالره مرسته وکړه.
 
دغه راز د ماشومانو لپاره د آلمان کمیټې په ننګرهار او کابل ولایتونو کې د ۲۸۰۰ کورنیو لپاره د خوراکي توکو د ویش او د حرفوي زده کړو د پروګرامونو په جوړولو ۶۷۰۰۰ ډالره لګوي.
 
ياد شوي تفاهم ليکونه د مهاجرينو د چارو د وزارت د مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد او د يادو بنسټونو د استازو له خوا لاسليک شول.
 
https://avapress.com/vdcgy39xuak9uz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته