دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۷
د مطلب کود : 275346
د کډوالو چارو وزارت د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له کمېشنرۍ سره ناسته وکړه
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د دفتر مسوولینو په لومړۍ تخنیکي ناسته کې د قراردادي کارکوونکو د معاشونو د تطبیق، دغه وزارت ته د وسایطو د ورکړې او د پروګرامونو د مصارفو د ورکړې په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه، اسد ۳۱) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د تخنیکي کمېټې لومړۍ ناسته او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ غونډه جوړه شوه.
 
په دې کتنه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولينو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د ژمنو د عملي کېدو غوښتنه وکړه.
 
  په دې ناسته کې د کډوالو چارو وزارت حقوقي سلاکار مولوي محمودالحق احدي وویل، چې د دې ناستې موخه د ستونزو درک او د حل لارې موندل، په تېر کال کې د ترسره شویو کارونو ارزونه او یوې مثبتې پایلې ته رسېدل دي وو.
 
لیونارد زولو دغه راز وویل، چې دغه اداره او د کډوالو چارو وزارت ګډ هدف لري او ژمنه یې وکړه، چې راپورته شوې ستونزې به له مرکزي دفتر سره شریکې کړي او د پورته شویو غوښتنو په اړه به له عالي کمیشنر سره خبرې وکړي.
 
  د مهاجرینو د راستنیدونکو چارو وزارت چارواکو په خپلو خبرو کې د ملګرو ملتونو د مکلفیتونو د پلي کیدو غوښتنه وکړه، زولو د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو له وزارت سره د دغې ادارې د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
 
https://avapress.com/vdcc0pqie2bqm18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته