کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند:

د کابل په لوېدیځ کې د بهار سراب بازار په پارکینګ کې چاودنې چاته مرګ ژوبله نه ده اړولې، خو اور لګېدلی دی.

26 میزان 1402 ساعت 15:17

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ وايي، نن سهار د کابل ښار د اتلسمې حوزې اړوند د دشت برچي په سيمه کې د بهار سراب مارکېټ په پارکينګ کې د چاودنې له امله چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو اور لګېدلی دی.


آوا - کابل: د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن (چهارشنبه، میزان ۲۶) په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د کابل ښار د اتلسمې ناحیې اړوند د دشت برچي په سیمه کې د بهار سراب مارکیټ په پارکینګ کې د چاودنې له امله اور لګېدلی دی.
 
ښاغلي ځدراڼ همداراز زیاته کړه چې په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی. ویل کیږي په سیمه کې ۳ موټرونه هم «له منځه تللي». هغه زياته کړه، چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.
 


د مطلب کود: 278663

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/278663/د-کابل-په-لوېدیځ-کې-بهار-سراب-بازار-پارکینګ-چاودنې-چاته-مرګ-ژوبله-نه-ده-اړولې-خو-اور-لګېدلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com