دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۷
د مطلب کود : 278663
د کابل په لوېدیځ کې د بهار سراب بازار په پارکینګ کې چاودنې چاته مرګ ژوبله نه ده اړولې، خو اور لګېدلی دی.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ وايي، نن سهار د کابل ښار د اتلسمې حوزې اړوند د دشت برچي په سيمه کې د بهار سراب مارکېټ په پارکينګ کې د چاودنې له امله چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو اور لګېدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن (چهارشنبه، میزان ۲۶) په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د کابل ښار د اتلسمې ناحیې اړوند د دشت برچي په سیمه کې د بهار سراب مارکیټ په پارکینګ کې د چاودنې له امله اور لګېدلی دی.
 
ښاغلي ځدراڼ همداراز زیاته کړه چې په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی. ویل کیږي په سیمه کې ۳ موټرونه هم «له منځه تللي». هغه زياته کړه، چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.
 
https://avapress.com/vdch-6nix23nq-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته