کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داعش په کابل کې د پنجشنبې د شپې د چاودنې مسوولیت منلی دی

6 عقرب 1402 ساعت 10:23

داعش ترهګرې ډلې د کابل ښار لوېدیځ په دشت برچي سیمه کې د سپورت په کلب کې د وروستۍ چاودنې پړه په غاړه اخیستې ده.


آوا: داعش ترهګرې ډلې د جمعې په ورځ د عقرب د میاشتې په پنځمه نیټه د کابل ښار په لویدیځ کښې د برچی په سیمه کښې د ورزش په یوه کلب کښې د وروستۍ چاودنې مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
 
د داعش ترهګرې ډلې اړوند یوې رسنۍ اعماق ویلي چې د دې ډلې غړو د شیعه ګانو غونډه په بمونو سره په نښه کړه.
 
داعش ترهګرې ډلې ادعا کړې چې په دې چاودنه کې ۳۵ تنه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
 
د پنجشنبې په ماښام شاوخوا ۷:۳۰ بجې په دشت برچي کې د "ملت" ورزشي کلب کې چاودنه وشوه.
 
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ له رسنیو سره په خبرو کې د دوو تنو د وژل کېدو او اوو تنو د ټپي کېدو پخلی وکړ.
 
خو د کابل د لوېدیځ له روغتونونو څخه د جمعې په ورځ راټولې شوې شمېرې ښيي چې د پنجشنبې د ماښام په چاودنه کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
 
ویل کیږي چې چاودنه په کلب کې هغه مهال رامنځته شوه چې ورزشکارانو تمرین کاوه.
 
د سرچينو له مخې يواځې څلور شهيدان او دوه ژوبل محمد علي جناح روغتون ته ليږدول شوي دي. دغه راز د "عالمي" او "امیري غرب" خصوصي روغتونونو هم د دوو شهیدانو او نهو ټپیانو د راوړلو خبر ورکړی دی.
 


د مطلب کود: 279297

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279297/داعش-په-کابل-کې-د-پنجشنبې-شپې-چاودنې-مسوولیت-منلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com