دخپریدو نیټه :شنبه ۶ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 279297
داعش په کابل کې د پنجشنبې د شپې د چاودنې مسوولیت منلی دی
داعش ترهګرې ډلې د کابل ښار لوېدیځ په دشت برچي سیمه کې د سپورت په کلب کې د وروستۍ چاودنې پړه په غاړه اخیستې ده.
افغان غږ خبری آژانس: داعش ترهګرې ډلې د جمعې په ورځ د عقرب د میاشتې په پنځمه نیټه د کابل ښار په لویدیځ کښې د برچی په سیمه کښې د ورزش په یوه کلب کښې د وروستۍ چاودنې مسئولیت په غاړه اخیستی دی.
 
د داعش ترهګرې ډلې اړوند یوې رسنۍ اعماق ویلي چې د دې ډلې غړو د شیعه ګانو غونډه په بمونو سره په نښه کړه.
 
داعش ترهګرې ډلې ادعا کړې چې په دې چاودنه کې ۳۵ تنه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
 
د پنجشنبې په ماښام شاوخوا ۷:۳۰ بجې په دشت برچي کې د "ملت" ورزشي کلب کې چاودنه وشوه.
 
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ له رسنیو سره په خبرو کې د دوو تنو د وژل کېدو او اوو تنو د ټپي کېدو پخلی وکړ.
 
خو د کابل د لوېدیځ له روغتونونو څخه د جمعې په ورځ راټولې شوې شمېرې ښيي چې د پنجشنبې د ماښام په چاودنه کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
 
ویل کیږي چې چاودنه په کلب کې هغه مهال رامنځته شوه چې ورزشکارانو تمرین کاوه.
 
د سرچينو له مخې يواځې څلور شهيدان او دوه ژوبل محمد علي جناح روغتون ته ليږدول شوي دي. دغه راز د "عالمي" او "امیري غرب" خصوصي روغتونونو هم د دوو شهیدانو او نهو ټپیانو د راوړلو خبر ورکړی دی.
 
https://avapress.com/vdcb99b5zrhbz5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته