کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پروان کې د خلکو په لګښت یو پل جوړ شو

6 عقرب 1402 ساعت 15:53

په پروان ولایت کې یو پول چې شل متره اوږدوالی او څلور نیم متره سور لري د دغه ولایت د اوسیدونکو په مالي لګښت جوړ شو. دغه پل د پروان - بامیان عمومي سړک سره نښلوي.


آوا - کابل: د پروان په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د دوه میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت یو پل جوړ شو.
 
د پروان امنیه قوماندان عزیزالله عمر وايي، چې د دغه پل د جوړېدو لګښت د دغه ولایت د اوسېدونکو له خوا ورکړل شوی دی.
 
د هغه په ​​وينا، دغه پل ۲۰ متره اوږدوالی او ۴،۵ متره سور لري.
 
د پروان امنیه قوماندان ټینګار کوي، چې د دغه پل په جوړېدو سره به زرګونه کورنۍ روغتیايي او ښوونیزو مرکزونو او همدارنګه د دې ولایت د ولسوالیو بازار او مرکز ته په اسانۍ لاسرسی ولري.
 
د دغه پل په جوړېدو سره د کلي خلک خوښ دي او وايي چې اوس کولای شي خپل ناروغان او کرنيز محصولات د ښار روغتونونو او بازارونو ته په اسانۍ او ارزانه توګه انتقال کړي.
 


د مطلب کود: 279340

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/279340/په-پروان-کې-د-خلکو-لګښت-یو-پل-جوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com