دخپریدو نیټه :شنبه ۶ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 279340
په پروان کې د خلکو په لګښت یو پل جوړ شو
په پروان ولایت کې یو پول چې شل متره اوږدوالی او څلور نیم متره سور لري د دغه ولایت د اوسیدونکو په مالي لګښت جوړ شو. دغه پل د پروان - بامیان عمومي سړک سره نښلوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پروان په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د دوه میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت یو پل جوړ شو.
 
د پروان امنیه قوماندان عزیزالله عمر وايي، چې د دغه پل د جوړېدو لګښت د دغه ولایت د اوسېدونکو له خوا ورکړل شوی دی.
 
د هغه په ​​وينا، دغه پل ۲۰ متره اوږدوالی او ۴،۵ متره سور لري.
 
د پروان امنیه قوماندان ټینګار کوي، چې د دغه پل په جوړېدو سره به زرګونه کورنۍ روغتیايي او ښوونیزو مرکزونو او همدارنګه د دې ولایت د ولسوالیو بازار او مرکز ته په اسانۍ لاسرسی ولري.
 
د دغه پل په جوړېدو سره د کلي خلک خوښ دي او وايي چې اوس کولای شي خپل ناروغان او کرنيز محصولات د ښار روغتونونو او بازارونو ته په اسانۍ او ارزانه توګه انتقال کړي.
 
https://avapress.com/vdcayonuw49n0e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته