کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بامیان کې یوه لارۍ له غره سره ټکر شوی چی درې تنه مړه او ټپيان شوی

30 عقرب 1402 ساعت 13:58

نن سهار د باميان ولايت په شيبر ولسوالۍ کې يو باروړونکی موټر له سړکه واوښت او له غره سره ټکر شو چې له امله يې دوه تنه مړه او يو ټپي شو.


آوا‌- بامیان: د بامیان ولایت په شیبر ولسوالۍ کې د یوه لارۍ موټر له غره سره د ټکر له امله دوه تنه مړه او یو بل ټپي شوی دی.
 
د اسلامي امارت امنیه قومندانۍ نه په رارسیدلي خبر کې ویل شوي، چې دغه پیښه نن ماسپښین شاوخوا ۱ بجه د شیبر ولسوالۍ اړوند د «کلو» په کلي کې رامنځته شوه.
 
ويل کيږي چې په دې پيښه کې يوه لارۍ د سړک په غاړه له غره سره ټکر وکړ.
 
د باميانو ولايت پوليسو د دغې پيښې د علت په باب څه ونه ويل.
 
بې احتياطي، د ترافيکي قوانينو نه مراعت او د سړکونو خرابوالى په هېواد کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.
 
په هېواد کې ترافيکي پېښې هر کال لسګونه کسان وژني او لسګونه نور ټپيان او معيوبوي.
 
تېره ورځ د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله د درېیو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شول.


د مطلب کود: 280821

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/280821/په-بامیان-کې-یوه-لارۍ-له-غره-سره-ټکر-شوی-چی-درې-تنه-مړه-او-ټپيان

آوا
  https://www.avapress.com