دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۸
د مطلب کود : 280821
په بامیان کې یوه لارۍ له غره سره ټکر شوی چی درې تنه مړه او ټپيان شوی
نن سهار د باميان ولايت په شيبر ولسوالۍ کې يو باروړونکی موټر له سړکه واوښت او له غره سره ټکر شو چې له امله يې دوه تنه مړه او يو ټپي شو.
افغان غږ خبری آژانس‌- بامیان: د بامیان ولایت په شیبر ولسوالۍ کې د یوه لارۍ موټر له غره سره د ټکر له امله دوه تنه مړه او یو بل ټپي شوی دی.
 
د اسلامي امارت امنیه قومندانۍ نه په رارسیدلي خبر کې ویل شوي، چې دغه پیښه نن ماسپښین شاوخوا ۱ بجه د شیبر ولسوالۍ اړوند د «کلو» په کلي کې رامنځته شوه.
 
ويل کيږي چې په دې پيښه کې يوه لارۍ د سړک په غاړه له غره سره ټکر وکړ.
 
د باميانو ولايت پوليسو د دغې پيښې د علت په باب څه ونه ويل.
 
بې احتياطي، د ترافيکي قوانينو نه مراعت او د سړکونو خرابوالى په هېواد کې د ترافيکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي.
 
په هېواد کې ترافيکي پېښې هر کال لسګونه کسان وژني او لسګونه نور ټپيان او معيوبوي.
 
تېره ورځ د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله د درېیو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شول.
https://avapress.com/vdcgxz9xqak9774.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته