کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار ښار کې د ۴۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو چارې پیل شوې

5 قوس 1402 ساعت 9:35

په کندهار ښار کې د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو چارې چې مخکې بندې شوې وې، بېرته پیل شوې.


آوا: ويل کيږي چې د اوبو رسولو د دغې شبکې کار پخوا ۷۰ سلنه پرمختللی و، خو د ځينو لاملونو له امله ودرول شو.
 
ویل شوي، چې د اوبو رسولو دغه شبکه به د کندهار ښار په ۱۲ ناحیو کې ۷۰ زره کورنیو ته د اوبو رسولو ظرفیت ولري.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د اوبو رسولو د دغې شبکې د فعاليت لپاره د ماليې وزارت ٤٠٥ ميليونه افغانۍ لګښت لري.
 
د کندهار په زون کي د اوبو رسولو رئيس حاجي ملاباچا يوسف وويل، چي په دغه ولايت کي د اوبو رسولو د شبکو د پراخولو هڅي دوام لري.


د مطلب کود: 281073

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281073/په-کندهار-ښار-کې-د-۴۰۵-میلیونه-افغانیو-لګښت-اوبو-رسولو-شبکې-جوړولو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com