دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 281073
په کندهار ښار کې د ۴۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو چارې پیل شوې
په کندهار ښار کې د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو چارې چې مخکې بندې شوې وې، بېرته پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس: ويل کيږي چې د اوبو رسولو د دغې شبکې کار پخوا ۷۰ سلنه پرمختللی و، خو د ځينو لاملونو له امله ودرول شو.
 
ویل شوي، چې د اوبو رسولو دغه شبکه به د کندهار ښار په ۱۲ ناحیو کې ۷۰ زره کورنیو ته د اوبو رسولو ظرفیت ولري.
 
د باختر آژانس د خبرله مخې: د اوبو رسولو د دغې شبکې د فعاليت لپاره د ماليې وزارت ٤٠٥ ميليونه افغانۍ لګښت لري.
 
د کندهار په زون کي د اوبو رسولو رئيس حاجي ملاباچا يوسف وويل، چي په دغه ولايت کي د اوبو رسولو د شبکو د پراخولو هڅي دوام لري.
https://avapress.com/vdcguq9xwak97z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته