کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د مرکزي بانک مشر بحرین ته ولاړ

7 قوس 1402 ساعت 14:51

د افغانستان د مرکزي بانک د رئیس هدایت الله بدري په مشرۍ یو پلاوی بحرین ته د اسلامي مالي بنسټونو د محاسبې او پلټنې د ادارې (AAOIFI) او د اسلامي پراختیایي بانک په کلني کنفرانس کې د ګډون په موخه په یوه رسمي سفر بحرین ته ولاړ.


آوا - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه د قوس ۷ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه کنفرانس موخه د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې د نویو پرمختګونو شریکول دي. د غړو هیوادونو لخوا د اسلامي بانکدارۍ پراختیا، د مرکزي بانکونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او په دې برخه کې د اسلامي هیوادونو له تجربو څخه ګټه پورته کول.

دغه بانک زیاته کړه چې په دې کنفرانس کې به د مرکزي بانکونو پر استازو سربېره د اسلامي مالي موسسو استازي او د غړو هېوادونو د اسلامي بانکونو استازي هم ګډون وکړي.

د خبر له مخې د افغانستان په استازیتوب د افغانستان د مرکزي بانک رئیس هدایت الله بدري، د جمهوري ریاست د چارو ادارې رئیس صدیق الله خالد او د اسلامي بانکدارۍ اجرایوي رئیس محمد یوسف سلیم په دې غونډه کې د ګډون په موخه بحرین ته تللي دي. 

د يادونې وړ ده، چې څو مياشتې وړاندې د افغانستان د مرکزي بانک او د اسلامي مالي بنسټونو د محاسبې او تفتيش رياست ترمنځ په کلنۍ غونډه کې يو هوکړه ليک لاسليک شو. د دې قرارداد د لاسلیکولو موخه د اسلامي بانکدارۍ او مالي چارو پراختیا، د کاري ظرفیتونو لوړول او د تعلیمي او پوهاوي پروګرامونو په برخه کې د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ رامنځته کول وو.


د مطلب کود: 281225

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281225/د-افغانستان-مرکزي-بانک-مشر-بحرین-ته-ولاړ

آوا
  https://www.avapress.com