دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 281225
د افغانستان د مرکزي بانک مشر بحرین ته ولاړ
د افغانستان د مرکزي بانک د رئیس هدایت الله بدري په مشرۍ یو پلاوی بحرین ته د اسلامي مالي بنسټونو د محاسبې او پلټنې د ادارې (AAOIFI) او د اسلامي پراختیایي بانک په کلني کنفرانس کې د ګډون په موخه په یوه رسمي سفر بحرین ته ولاړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د مرکزي بانک مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه د قوس ۷ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه کنفرانس موخه د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې د نویو پرمختګونو شریکول دي. د غړو هیوادونو لخوا د اسلامي بانکدارۍ پراختیا، د مرکزي بانکونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او په دې برخه کې د اسلامي هیوادونو له تجربو څخه ګټه پورته کول.

دغه بانک زیاته کړه چې په دې کنفرانس کې به د مرکزي بانکونو پر استازو سربېره د اسلامي مالي موسسو استازي او د غړو هېوادونو د اسلامي بانکونو استازي هم ګډون وکړي.

د خبر له مخې د افغانستان په استازیتوب د افغانستان د مرکزي بانک رئیس هدایت الله بدري، د جمهوري ریاست د چارو ادارې رئیس صدیق الله خالد او د اسلامي بانکدارۍ اجرایوي رئیس محمد یوسف سلیم په دې غونډه کې د ګډون په موخه بحرین ته تللي دي. 

د يادونې وړ ده، چې څو مياشتې وړاندې د افغانستان د مرکزي بانک او د اسلامي مالي بنسټونو د محاسبې او تفتيش رياست ترمنځ په کلنۍ غونډه کې يو هوکړه ليک لاسليک شو. د دې قرارداد د لاسلیکولو موخه د اسلامي بانکدارۍ او مالي چارو پراختیا، د کاري ظرفیتونو لوړول او د تعلیمي او پوهاوي پروګرامونو په برخه کې د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ رامنځته کول وو.
https://avapress.com/vdcf0yd0tw6dc0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته