کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې ۱۲۰۰ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوی ده

9 قوس 1402 ساعت 14:42

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مومندره ولسوالۍ کې ۱۲۰۰ جریبه ځمکه چې د دوو قومونو له خوا غصب شوې وه، دولتي تثبیت شوه.


آوا: د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، دغه ځمکې د دوو قومونو «اتمانز» او «حسین‌خیل» له خوا غصب شوې، دولتي تثبیت شوي ده.

د ننګرهار د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي کمېټې مسوولین وايي، هر هغه غاصبین چې دولتي ځمکې غصب کړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

په همدې حال کې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېټو په ټول هېواد کې لسګونه زره جریبه ځمکه بېرته ترلاسه کړې ده.

د یادولو وړ ده چې دا کمیټې څه دپاسه یو کال راهیسې د اسلامي امارت د مشر ملاهبت الله اخندزاده لخوا جوړې شوي دي.


د مطلب کود: 281346

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281346/په-ننګرهار-کې-۱۲۰۰-جریبه-ځمکه-دولتي-تثبیت-شوی-ده

آوا
  https://www.avapress.com