دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 281346
په ننګرهار کې ۱۲۰۰ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوی ده
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مومندره ولسوالۍ کې ۱۲۰۰ جریبه ځمکه چې د دوو قومونو له خوا غصب شوې وه، دولتي تثبیت شوه.
افغان غږ خبری آژانس: د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، دغه ځمکې د دوو قومونو «اتمانز» او «حسین‌خیل» له خوا غصب شوې، دولتي تثبیت شوي ده.

د ننګرهار د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي کمېټې مسوولین وايي، هر هغه غاصبین چې دولتي ځمکې غصب کړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

په همدې حال کې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېټو په ټول هېواد کې لسګونه زره جریبه ځمکه بېرته ترلاسه کړې ده.

د یادولو وړ ده چې دا کمیټې څه دپاسه یو کال راهیسې د اسلامي امارت د مشر ملاهبت الله اخندزاده لخوا جوړې شوي دي.
https://avapress.com/vdcjxve8muqeotz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته