کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې پر څه باندې ۲۵ زره کورنیو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه

15 قوس 1402 ساعت 12:25

د ننګرهار ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې پر ۲۴۹۲۶ اړمنو کورنیو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوې ده.


آوا - کابل: د ننګرهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د سیمه ییزو چارواکو په وینا، دغه مرستې د خوراک نړیوال سازمان له خوا اړمنو کسانو ته ورکړل شوې.
 
ویل شوي، چې دغه مرستې د شپږو میاشتو لپاره دي، چې په ترڅ کې به یې هرې کورنۍ ته ۶۱،۵ کیلو ګرامه خوراکي توکي وویشل شي.
 
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په ننګرهار ولايت کې پر زرګونو بې وزلو او اړمنو کورنيو د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.


د مطلب کود: 281707

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281707/په-ننګرهار-کې-پر-څه-باندې-۲۵-زره-کورنیو-د-مرستو-وېش-لړۍ-پیل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com