دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 281707
په ننګرهار کې پر څه باندې ۲۵ زره کورنیو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه
د ننګرهار ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې پر ۲۴۹۲۶ اړمنو کورنیو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د سیمه ییزو چارواکو په وینا، دغه مرستې د خوراک نړیوال سازمان له خوا اړمنو کسانو ته ورکړل شوې.
 
ویل شوي، چې دغه مرستې د شپږو میاشتو لپاره دي، چې په ترڅ کې به یې هرې کورنۍ ته ۶۱،۵ کیلو ګرامه خوراکي توکي وویشل شي.
 
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په ننګرهار ولايت کې پر زرګونو بې وزلو او اړمنو کورنيو د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
https://avapress.com/vdcaw6nu049na01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته