کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د هاوان مرمۍ چاودنې درې ماشومان وژلي دي

22 قوس 1402 ساعت 10:30

د ننګرهار ځايي سرچينې وايي، چې د دغه ولايت د شېرزادو ولسوالۍ په توتوي سيمه کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله درې ماشومان وژل شوي دي.


آوا - کابل: رسنیو د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې دغه پېښه د قوس په ۲۱ مه په شیرزادو ولسوالیو کې شوې دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، نن ماسپښين شاوخوا يوولس بجې د دغه ولايت د شېرزادو ولسوالۍ په توتوي سيمه کې د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې له امله يې درې ماشومان وژل شوي او د ښځو په ګډون نهه نور ټپيان دي.

بل خوا د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي وايي، دوشنبه سهار د دوو کورنيو ترمنځ جګړه شوې، چې له امله يې د يوې ښځې په ګډون درې تنه ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه، په يوه بله پېښه کې د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې هم يو ماشوم د ناچاودو مرمۍ د لګېدو له امله ټپي شوى دى.


د مطلب کود: 282099

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282099/په-ننګرهار-کې-د-هاوان-مرمۍ-چاودنې-درې-ماشومان-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com