دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 282099
په ننګرهار کې د هاوان مرمۍ چاودنې درې ماشومان وژلي دي
د ننګرهار ځايي سرچينې وايي، چې د دغه ولايت د شېرزادو ولسوالۍ په توتوي سيمه کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله درې ماشومان وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: رسنیو د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې دغه پېښه د قوس په ۲۱ مه په شیرزادو ولسوالیو کې شوې دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، نن ماسپښين شاوخوا يوولس بجې د دغه ولايت د شېرزادو ولسوالۍ په توتوي سيمه کې د هاوان مرمۍ لګېدلې، چې له امله يې درې ماشومان وژل شوي او د ښځو په ګډون نهه نور ټپيان دي.

بل خوا د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي وايي، دوشنبه سهار د دوو کورنيو ترمنځ جګړه شوې، چې له امله يې د يوې ښځې په ګډون درې تنه ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه، په يوه بله پېښه کې د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې هم يو ماشوم د ناچاودو مرمۍ د لګېدو له امله ټپي شوى دى.
https://avapress.com/vdcf10d01w6dcxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته