کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار ولايت کې ديوه ښوونځي ودانۍ جوړيږي

23 قوس 1402 ساعت 12:14

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د UNHCR په مالي مرسته د درې سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي د جوړېدو چارې بشپړې شوې.


آوا - کندهار: د ننګرهار د پوهنې ریاست سیمه ییز چارواکی وایی، د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د یوه ښوونځی د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د ننګرهار د پوهنې رئيس حبيب حضرت حقاني وايي، دغه لېسه د څلور جريبه ځمکې په مساحت د يوه کال په موده کې بشپړه شوه.

د ښاغلي حقاني په وینا، دغه ښوونځی ۱۲ درسي ټولګي، څلور دفترونه، ۵ تشنابونه او یو لپ ټاپ کمپیوټر لري.

د يادونې وړ ده، چې په دې ولايت کې د يو شمېر ادارو په مالي مرسته د يو شمېر ښوونځيو چارې بشپړې شوې.


د مطلب کود: 282189

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282189/په-ننګرهار-ولايت-کې-ديوه-ښوونځي-ودانۍ-جوړيږي

آوا
  https://www.avapress.com