دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۴
د مطلب کود : 282189
په ننګرهار ولايت کې ديوه ښوونځي ودانۍ جوړيږي
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د UNHCR په مالي مرسته د درې سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي د جوړېدو چارې بشپړې شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د ننګرهار د پوهنې ریاست سیمه ییز چارواکی وایی، د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د یوه ښوونځی د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د ننګرهار د پوهنې رئيس حبيب حضرت حقاني وايي، دغه لېسه د څلور جريبه ځمکې په مساحت د يوه کال په موده کې بشپړه شوه.

د ښاغلي حقاني په وینا، دغه ښوونځی ۱۲ درسي ټولګي، څلور دفترونه، ۵ تشنابونه او یو لپ ټاپ کمپیوټر لري.

د يادونې وړ ده، چې په دې ولايت کې د يو شمېر ادارو په مالي مرسته د يو شمېر ښوونځيو چارې بشپړې شوې.
https://avapress.com/vdcfc0d01w6dcya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته