کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یونیسف سږ کال څه باندې ۲۳ میلیونه افغانانو ته خدمات وړاندې کړي دي

25 قوس 1402 ساعت 12:01

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسیف) استازي فران اکیزا د کندهار د والي له مرستیال حیات الله محب سره په لیدنه کې وویل چې دوی سږ کال څه باندې ۲۳ میلیونه افغانانو ته خدمات وړاندې کړي دي.


آوا - کابل: د کندهار ولایت د رسنیو د مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د یونیسف ادارې استازي د دغه سازمان د چارو د ارزونې په موخه کندهار ولایت ته سفر کړی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، د کندهار مرستيال والي د يونيسف له استازي څخه وغوښتل، چې له پاکستان څخه د شړل شويو افغانانو مرستې ته لومړيتوب ورکړي.

په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې څلور میلیونه میندې او ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

دغه بنسټ په افغانستان کې د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې په برخه کې د مرستندویه موسسو مرستې ګټورې بولي.


د مطلب کود: 282280

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282280/یونیسف-سږ-کال-څه-باندې-۲۳-میلیونه-افغانانو-ته-خدمات-وړاندې-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com