دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۱
د مطلب کود : 282280
یونیسف سږ کال څه باندې ۲۳ میلیونه افغانانو ته خدمات وړاندې کړي دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسیف) استازي فران اکیزا د کندهار د والي له مرستیال حیات الله محب سره په لیدنه کې وویل چې دوی سږ کال څه باندې ۲۳ میلیونه افغانانو ته خدمات وړاندې کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندهار ولایت د رسنیو د مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د یونیسف ادارې استازي د دغه سازمان د چارو د ارزونې په موخه کندهار ولایت ته سفر کړی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، د کندهار مرستيال والي د يونيسف له استازي څخه وغوښتل، چې له پاکستان څخه د شړل شويو افغانانو مرستې ته لومړيتوب ورکړي.

په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې څلور میلیونه میندې او ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

دغه بنسټ په افغانستان کې د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې په برخه کې د مرستندویه موسسو مرستې ګټورې بولي.
https://avapress.com/vdch6iniv23n6id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته