کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

٣٢٠ کورنۍ په تېرو درېیو ورځو کې له پاکستان څخه هېواد ته راستنه شوې ده

26 قوس 1402 ساعت 13:10

د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، په تېرو درېیو ورځو کې د سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه درې سوه شل کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستانه شوي دي.


آوا - کابل: د کندهار ولایت د اسلامی امارت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ایکس شبکې په حواله لیکلی چې د تخته پول ولسوالۍ په انجرګی کمپ کې د راستنیدونکو مهاجرینو د ثبت او پیژندنې د کمیټې مسؤلینو د ٣٢٢ کورنیو نوم لیکنه کړې ده.
 
د پاکستان موقت حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ.
 
د نړیوالو سازمانونو او بنسټونو او د طالبانو د چارواکو په وینا تر اوسه له ۴۶۰ زرو څخه زیات افغانان له پاکستانه شړل شوي دي.
 
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستلو بهیر په شدت سره روان دی او د ژمي په رارسیدو سره د راستنیدونکو لپاره جدي اندیښنه ده.


د مطلب کود: 282359

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282359/٣٢٠-کورنۍ-په-تېرو-درېیو-ورځو-کې-له-پاکستان-څخه-هېواد-ته-راستنه-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com