دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۰
د مطلب کود : 282359
٣٢٠ کورنۍ په تېرو درېیو ورځو کې له پاکستان څخه هېواد ته راستنه شوې ده
د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، په تېرو درېیو ورځو کې د سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه درې سوه شل کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کندهار ولایت د اسلامی امارت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ایکس شبکې په حواله لیکلی چې د تخته پول ولسوالۍ په انجرګی کمپ کې د راستنیدونکو مهاجرینو د ثبت او پیژندنې د کمیټې مسؤلینو د ٣٢٢ کورنیو نوم لیکنه کړې ده.
 
د پاکستان موقت حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ.
 
د نړیوالو سازمانونو او بنسټونو او د طالبانو د چارواکو په وینا تر اوسه له ۴۶۰ زرو څخه زیات افغانان له پاکستانه شړل شوي دي.
 
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ویستلو بهیر په شدت سره روان دی او د ژمي په رارسیدو سره د راستنیدونکو لپاره جدي اندیښنه ده.
https://avapress.com/vdcenw8wojh8vxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته