کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ ولایت کې یو زرو مالدارو ته د څارویو د خوراکي توکو ویش

3 جدی 1402 ساعت 9:32

د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د Action Aid موسسې په همکارۍ په دغه ولایت کې پر ۱۰۰۰ مالدارو کورنیو د څارویو خوراکي توکي ویښلي دي.


آوا - مزارشریف: د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوی شمس الله خالد وایي، چې دې ریاست د ایکشن ایډ په همکارۍ په ۱۰۰۰ کورنیو باندې د څارویو خوراکي توکي ویښلي دي.

هغه زیاته کړه، هرې مستحقې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو څارویو خوراکي توکي ویښلي دي او د مالدارانو لپاره د څارویو د خوړو مرسته په مزارشریف ښار کې د لبنیاتو د تولید په برخه کې اغېزمن تمامېدای شي.

مولوي خالد وويل، چې له دې اقدام څخه يې موخه د مالدارانو هڅول او د مالدارۍ صنعت ته پراختيا ورکول دي، ځکه د افغانستان خلک په کرنه او مالدارۍ سره خپل ژوند پرمخ وړي.

د يادونې وړ ده، چې د بلخ يو د پام وړ شمېر خلک په دوديزه توګه په کرنه، مالدارۍ او لاسي صنايعو بوخت دي.


د مطلب کود: 282761

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282761/په-بلخ-ولایت-کې-یو-زرو-مالدارو-ته-د-څارویو-خوراکي-توکو-ویش

آوا
  https://www.avapress.com