دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 282761
په بلخ ولایت کې یو زرو مالدارو ته د څارویو د خوراکي توکو ویش
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د Action Aid موسسې په همکارۍ په دغه ولایت کې پر ۱۰۰۰ مالدارو کورنیو د څارویو خوراکي توکي ویښلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوی شمس الله خالد وایي، چې دې ریاست د ایکشن ایډ په همکارۍ په ۱۰۰۰ کورنیو باندې د څارویو خوراکي توکي ویښلي دي.

هغه زیاته کړه، هرې مستحقې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو څارویو خوراکي توکي ویښلي دي او د مالدارانو لپاره د څارویو د خوړو مرسته په مزارشریف ښار کې د لبنیاتو د تولید په برخه کې اغېزمن تمامېدای شي.

مولوي خالد وويل، چې له دې اقدام څخه يې موخه د مالدارانو هڅول او د مالدارۍ صنعت ته پراختيا ورکول دي، ځکه د افغانستان خلک په کرنه او مالدارۍ سره خپل ژوند پرمخ وړي.

د يادونې وړ ده، چې د بلخ يو د پام وړ شمېر خلک په دوديزه توګه په کرنه، مالدارۍ او لاسي صنايعو بوخت دي.
https://avapress.com/vdcb05b58rhbwzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته