کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه کې د کتابونو لومړنی نندارتون جوړ شو

7 جدی 1402 ساعت 10:42

په فراه ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، په فراه ولایت کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ په دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره د کتاب پلورونکو لخوا د کتابونو نندارتون جوړ شو.


آوا - کابل: د دغه نندارتون تنظیموونکي وايي، چې دا په فراه ولایت کې د کتابونو لومړنی نندارتون دی او د دې نندارتون له جوړېدو یې موخه د خلکو په ځانګړې توګه د ځوانانو ترمنځ د لوستلو د کچې لوړول دي.

دوی زیاتوي چې په دغه نندارتون کې بېلابېل فرهنګي، اسلامي او معاصر کتابونه نندارې ته ایښودل شوي دي.

د دوی په وينا، له دغو کتابونو څخه ځينې يې په وړيا توګه ليدونکو ته ورکول کېږي او ځينې يې په ټيټه بيه پلورل کېږي.

دا نندارتون په داسې حال کې جوړېږي چې سږ کال په بېلابېلو ولایتونو کې د ځوانانو په منځ کې د لوستلو د فرهنګ د ودې په هدف لسګونه د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي.


د مطلب کود: 283035

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283035/په-فراه-کې-د-کتابونو-لومړنی-نندارتون-جوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com