دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 283035
په فراه کې د کتابونو لومړنی نندارتون جوړ شو
په فراه ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، په فراه ولایت کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ په دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره د کتاب پلورونکو لخوا د کتابونو نندارتون جوړ شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه نندارتون تنظیموونکي وايي، چې دا په فراه ولایت کې د کتابونو لومړنی نندارتون دی او د دې نندارتون له جوړېدو یې موخه د خلکو په ځانګړې توګه د ځوانانو ترمنځ د لوستلو د کچې لوړول دي.

دوی زیاتوي چې په دغه نندارتون کې بېلابېل فرهنګي، اسلامي او معاصر کتابونه نندارې ته ایښودل شوي دي.

د دوی په وينا، له دغو کتابونو څخه ځينې يې په وړيا توګه ليدونکو ته ورکول کېږي او ځينې يې په ټيټه بيه پلورل کېږي.

دا نندارتون په داسې حال کې جوړېږي چې سږ کال په بېلابېلو ولایتونو کې د ځوانانو په منځ کې د لوستلو د فرهنګ د ودې په هدف لسګونه د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي.
https://avapress.com/vdcgww9xnak97z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته