کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیل الرحمن حقاني: په افغانستان کې له اسلامي نظام پرته بل نظام ته اجازه نه ورکوو

9 جدی 1402 ساعت 14:34

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د "پکتیا د جهادي مکتب" د فراغت په مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت به په افغانستان کې له اسلامي نظام پرته بل نظام ته اجازه ورنکړي.


آوا - پکتیا: د کډوالو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه: ښوونځي او جوماتونه د اسلام مرکزونه دي، ساتنه او پراختیا یې زموږ د ټولو مسوولیت دی.

نوموړي له علماوو وغوښتل، چې په ښوونځيو کې د ديني زده کړو تر څنګ زده کوونکو ته "جهادي او نظامي فکرونه" هم ور زده کړي، ترڅو دوی هر وخت "د اسلام او هېواد دفاع" ته چمتو وي.

ښاغلي حقاني په کلیو کې د ښوونځیو پر پراخولو او پیاوړتیا ټینګار وکړ. نوموړي له خلکو هم وغوښتل چې هېواد ته د راستنېدونکو د اساسي اړتياوو په پوره کولو کې همکاري وکړي.


د مطلب کود: 283126

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283126/خلیل-الرحمن-حقاني-په-افغانستان-کې-له-اسلامي-نظام-پرته-بل-ته-اجازه-نه-ورکوو

آوا
  https://www.avapress.com