دخپریدو نیټه :شنبه ۹ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 283126
خلیل الرحمن حقاني: په افغانستان کې له اسلامي نظام پرته بل نظام ته اجازه نه ورکوو
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د "پکتیا د جهادي مکتب" د فراغت په مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت به په افغانستان کې له اسلامي نظام پرته بل نظام ته اجازه ورنکړي.
افغان غږ خبری آژانس - پکتیا: د کډوالو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه: ښوونځي او جوماتونه د اسلام مرکزونه دي، ساتنه او پراختیا یې زموږ د ټولو مسوولیت دی.

نوموړي له علماوو وغوښتل، چې په ښوونځيو کې د ديني زده کړو تر څنګ زده کوونکو ته "جهادي او نظامي فکرونه" هم ور زده کړي، ترڅو دوی هر وخت "د اسلام او هېواد دفاع" ته چمتو وي.

ښاغلي حقاني په کلیو کې د ښوونځیو پر پراخولو او پیاوړتیا ټینګار وکړ. نوموړي له خلکو هم وغوښتل چې هېواد ته د راستنېدونکو د اساسي اړتياوو په پوره کولو کې همکاري وکړي.
https://avapress.com/vdchixni-23n6zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته