کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نیمروز او هرات کې ۳۰ زره بزګرانو ته نغدي مرسته او اصلاح شوې تخمونه وویشل شوې

12 جدی 1402 ساعت 12:12

په هرات او نیمروز کې سیمه ییز چارواکي وايي، په دغو ولایتونو کې پر ۲۷ زره او ۲۲۴ کسانو نغدي او اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.


آوا: د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نیمروز کې ویلي، چې د دغه ولایت په خاشرود او دلارام ولسوالیو کې اوه زره او ۲۲۴ تنو ته د افغانستان د راتلونکي نسل له خوا نغدې پیسې وویشل شوې.

ویل شوي، چې هر کس ته شپږ زره او ۸۴۹ افغانۍ نغدې پیسې وېشل شوې دي.

له بلې خوا په هرات کې د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې شل زره بزګرانو ته د تخمونو د ویش خبر ورکړی دی.

د دغه رياست د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د هرات د شينډنډ او انجيل ولسواليو په شل زره کروندګرو د "Action Aid" موسسې له خوا وېشل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم مرستندويه ادارو د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې لسګونه کورنيو ته د کار زمينه برابره کړې او يا يې خوراکي توکي وېشلي دي.


د مطلب کود: 283346

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283346/په-نیمروز-او-هرات-کې-۳۰-زره-بزګرانو-ته-نغدي-مرسته-اصلاح-شوې-تخمونه-وویشل

آوا
  https://www.avapress.com